د ننګرهار ولایت ځايي سرچینې وايي، چې تېره ورځ ( جمعه سلواغې ۲۵ ) د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یوولس ملکي کسان وژل شوي دي.

د ننګرها ولایت امنیه قومندان ایمل نیازی خامه پړس سره په خبرو کې د پېښې په منلو سره وايي، چې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نلري.

بلخوا د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر امریکا غږ ته ویلي چې د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یو هوايي برید کې یوولس ملکي کسان وژل شوي دي.

ښاغلي عمر ویلي چې هره جمعه د ننګرهار ولایت یو شمېر ولسوالیو ته خلک په چکر راځي، او یو شمېر مېلو کې ګډون کوي.

تر اوسه څرګنده نده چې برید د بهرنیو ځواکونو له لوري شوی او که افغان امنیتي ځواکونو ترسره کړی دی.