ولسمشر غني د مونیخ کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه جرمني ته تللی ، او ټاکل شوی هلته د ناستې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن ( پنجشنبه سلواغې ۲۴ ) د مونیخ په  ۵۶ امنیتي کلنۍ غونډې کې د ګډون په موخه جرمنې هېواد ته ولاړ.

خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به د مونیخ ناستې څنډه کې د ګډوونکو هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې او پر افغانستان پورې تړلي نورو مسایلو خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د مونیخ امنیتي غونډه کې به د افغانستان پر سولې او امنیت هم خبرې وشي.

د مونیخ امنیتي غونډه له ۱۹۶۳ کال څخه را په دیخوا هر کال د جرمني په مونیخ ښار کې جوړېږي، چې د نړۍ یو شمېر ډېر لوړپوړي چارواکي د ولسمشرانو په ګډون، ګډون کوي او تر ډېره پکې د نړۍ پر امنیت بحث کېږي.

د ۲۰۲۰ کال ناسته سبا ( جمعه فبرورۍ ۱۴ ) مونیخ کې دې دوو ورځو لپاره پیلېږي، چې د افغانستان سوله هم د یادې ناستې د اجنډا یوه برخه ده.