لوی څارنوالۍ وايي، چې د کورنیو چارو وزارت درې هغه منسوبین یې محکمه کړي، چې څو ورځې وړاندې د نشه یي توکو د کاروبارو په تور نیول شوي و.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر میان احمد احمدي یې د نشه یي توکو د کاروبارو په تور په اوولس کاله بند محکوم کړی دی.

ښاغلي جمشید همداراز پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د کابل امینه قومندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې د کشف آمر لمر هم د محکمې له لوري په اووه کال او شپږ میاشتو بند محکوم شوی دی.

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې یو شمېر برحال منسوبین یې د نیشه یي توکو د کاروبار په تور نیولي، چې هم د کورنیو چارو وزارت برحاله منسوبین وو او هم یې په پټه کې د نشه یې توکو کاروبارو ترسره کاوه.

کابو یو اونۍ وړاندې د کورینو چارو وزارت وویل چې د کابل امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي یې د نشه توکو د کارو بار په تور نیولی، چې  د کابل ښار ټولو حوزو کې به یې نشه یي توکي خپرول او د نشه یي توکو له کاروباریانو څخه به یې باج اخیست.

میان احمد احمدي اوس د محکمې له لوري په اوولس کاله بند محکوم شوی دی.