یو شمېر امریکايي رسنیو د امریکايي چارواکو له خولې ویلي چې امریکا او طالبانو همدې  نږدې ورځو کې جوړجاړی کوي، او ښايي راتلونکې اونۍ د سولې تړون لاسلیک کړي.

سي ان ان او نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ لومړی تاوتریخوالي کمېږي او تر هغه وروسته د سولې تړون ته لار هوارېږي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې طالبانو د تاوتریخوالي د پام وړ کمېدو لار غوره کوي، او له افغان حکومت سره بین لافغاني خبرې پیلوي، چې په بدل کې امریکا د خپلو سرتیرو د ویستو لړۍ پیلوي.

بل خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ هم ویلي چې غواړي له طالبانو سره په مشروط ډول موافقه وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ یو ځل مخکې هم د سولې د تړون راپورونه خپاره شول چې بیا یې عملي بڼه خپله نکړه، او امریکا یې پړه پر طالبانو واچوله چې ګواکي طالبان د سولې هوکړې ته هوډ نلري.

طالبانو بیا امریکا پړه وګڼله چې د سولې بهیر یې ټکنی کړی دی.

تیره ورځ و چې افغان چارواکو د مایک پمپیو له خولې وویل چې قطر کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی، چې دغه لړ کې ولسمشر غني په لومړي ځل د تاوتریخوالي کمېدو له جملې څخه هرکلی وکړ.

ولسمشر غني تل د اوربند په رامنځته کولو ټینګار کړی و او د تاوتریخوالي کمېدل یې یو بې معنا خبره ګڼله، خو په لومړي ځل ښاغلي غني د تاوتریخوالي له کمېدو هرکلی کړی دی.