د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی راغلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې تیره ورځ ( شنبه سلواغې ۱۲ ) ولسمشر غني او یو شمېر نورو چارواکو ارګ کې خلیلزدا سره وکتل او د سولې په روان بهیر یې خبرې وکړې.

دغه کتنه کې خلیلزاد ولسمشر غني ته ویلي چې د اوربند یا د تاوتریخوالي پام وړ او تلپاتي کمولو له لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه پاتې دي، او هیله لري چې دغه لړ کې یوې پایلې ته ورسېږي.

خلیلزاد ویلي چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی راغلی، او د اوربند یا د تاوتریخوالي پام وړ او تلپاتي کمولو له لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه پاتې دي.

خلیلزاد تیره ورځ په داسې حال کې کابل ته راغی چې تر هغه مخکې یې بروکسل او پاکستان ته سفرونه کړي و، او د ناټو او پاکستان چارواکو سره یې د افغان سولې په تړواو خبرې کړې وې. دا په داسې حال کې ده  چې کابو دوه اونۍ مخکې طالبانو د سولې خبرو کې له پرمختګ څخه خبر ورکړ، او دا یې هم ویلي و چې آن د سولې د هوکړې د مراسمو په اړه غږېدلي دي.