کرونا ویروس چې لومړی ځل د چین هېواد په وهان ښار کې پیدا شوی، دا مهال لاپسې ډېر د خپرېدو په حال کې دی، او د نړۍ ۲۱ هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې لیدل شوي دي.

دغه وژونکي ویروس تر دې مهاله چین کې ۲۱۳ کسان وژلي، او تر زرو ډېر کسان دا مهال پرې اخته او دې درملنې لاندې شپې ورځې تېروي.

کرونا ویروس په لومړي سر کې یوازې د چین وهان ښار کې پیدا شو، چې تر څو ورځو وروسته نورو ښارونو کې هم خپور شو، او یو شمېر ډېر کسان یې ووژل.

دغه ویروس اوس کابو ټوله نړۍ ورخطا کړې او له خپرېدو یې ځکه ویره لري، چې تر اوسه د دغه ویروس پر وړاندې کوم درمل ندي موندل شوي.

یاد ویروس اوس یو شمېر نورو هېوادونو کې هم خال – خال خپور شوی او ۲۱ هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي دي.

د یاد ویروس تر چټګ خپرېدو وروسته یو شمېر ډېر هېوادونو چین ته د خپل اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه، امریکا له خپلو خلکو غوښتني چې چین هېواد ته سفر ونکړي.

څور ورځې وړاندې برېتانیا چین هېواد سره خپل تګ راتګ وځنډاوه، او له چینايي چارواکو یې وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې له چین څخه برېتاینا ته د پرواز اجازه ورنکړي.

افغانستان هم د چین ګاوندی هېواد دی، او یو شمېر ډېر افغانان چین سره راشه درشه لري چې له همدې امله افغانستان کې هم د یاد ویروس د خپرېدو امکان لیدل کېږي.