د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته تللی، او هلته یې یو شمېر پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په روان بهیر بحث کړی دی.

پاکستاني رسینو راپورونه ورکړي، چې خلیلزاد پاکستان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي او د پوځ مشر جاوید قمر باجوه سره لیدلي او قطر کې یې د سولې په روان بهیر خبرې کړي.

پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون به د بین الافغاني خبرو لپاره لار حواره کړي، او افغان حکومت به د سولې خبرو کې پر اصلي اړخ بدل شي.

خلیلزاد تیره اونۍ بروکسل ته سفر کړی و، او هلته یې د ناټو له مشرانو سره د افغان سولې په روان بهیر خبرې اترې وکړې او تر هغه وروسته پاکستان ته ولاړ.

دا مهال قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې روانې دي، او لا هم څرګنده نده چې د دواړه اړخونو تر منځ به کله د سولې هوکړه لاسلیک کېږي.

کابو دوه اونۍ مخکې طالبانو امریکا سره د سولې بهیر کې له پرمختګ څخه خبرې وکړې، خو تر هغه وروسته یو شمېر داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي امریکا پر طالبانو فشار راوستی او له هغوي یې نوې غوښتنې کړې دي.

ویل کېږي چې طالبانو افغانستان کې پر بهرني ځواکونو د عملیاتو د درېدو پرېکړه کړې، خو تر اوسه دغه خبر په رسمې توګه د طالبانو له لوري نه دی منل شوی.