چین کې د کرونا په نوم وژونکی ویروس مخ په ډېرېدو دی، او د چین هېواد سربېره د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې هم خپور شوی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې یاد وژونکی ویروس د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې خپور شوی، او خو لا یې هم د مخنیوي په پار کوم درمل ندي جوړ شوي.

د چین وهان ښار د کرونا ویروس اصلي ځای بلل کیږي، چې تر دې مهال یې چین کې شاو وخوا د ۱۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

چین کې دا مهال یو شمېر ډ‌ېر کسان پر یاد ویروس اخته شوي، او دې درملنې لاندې شپې او ورځې تېروي، خو چین هېواد لا هم یاد ویروس ته د درمل په پیدا کولو کې پاتې راغلی دی.

چین کې پر کرونا ویروس اخته ناروغانو ته یو ۱۰۰۰ بستریز روغتون هم جوړ شو، تر څو د ناروغانو درملنه پکې ترسره شي، خو چینايي چارواکي وايي، چې ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

امریکا او فرانسه هغه هېوادونه دي چې پر کرونا ویروس اخته ناروغان پکې لیدل شوي دي، همدا تیره ورځ برېتانیا چین سره خپل تګ راتګ وځنډو، او له چین هېواد څخه یې وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې برېتانیا  ته د پرواز اجازه ورنکړي.

افغانستان کې هم د یاد ویروس د خپرېدو اندېښنې راپارېدلې دي، دې اصل ته په کتو چې چین د افغانستان ګاوندی هېواد دی، او یو شمېر ډېر افغان سوداګر او محصلین چین سره راشه درشه لري، نو افغانستان کې هم د یاد ویروس د خپرېدو احتمال شته.