افغانستان او پاکستان له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې ګډه مبارزه کوي، او له همدې امله یې خپلمنځې هوکړه لاسلیک کړه.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغانستان او پاکستان د نشه یې توکو سره د مبارزې ګډه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن دی تر څو له نشه یي توکو سره مبارزه وکړي، او د پلور او قاچاق مخنیوی یې وکړي.

دغه هوکړه چې نن د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ لاسلیک شوه، پاکستان اړ دی چې افغانستان کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د هوکړې پر مهال له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره پر یو شمېر چارو غور شوی، چې له مخې به پرې کار وشي.