د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی محسن داوړ وايي، چې منظور پښتین تېره ورځ  ( یکشنبه سلواغې ۶ ) د پاکستان د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

محسن داوړ چې تر دې مخکې په خپله هم د پاکستان د حکومت له لوري  نیول شوی و، وايي، د منظور پښتین نیول کېدل به د دوي د مبارزې هوډ لا پیاوړی کړي.

محسن داوړ د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پولیسو تیره شپه په تکهال سیمه کې منظور پښتین نیولی دی.

هغه ویلي چې دا په سوله یزه او ډیموکراتیکه توګه زموږ د حقونو غوښتلو سزا ده، چې راکړل کېږي.

نوموي ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې هم پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دو مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیري نیولي و.

همد کابو یو میاشت مخکې د پښتونخوا بڼو کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره عونډه ترسره شو، چې زرهاو کسان پکې ګډون ګړی و، او د پاکستان پر کړنیو یې تُندې نیوکې وکړې.

پاکستان کې د منظور پښتین د نیول کېدو خبر افغانستان کې هم چټک خپور شو، او پر خواله رسنیو یې غبرګونونه راپارولي دی.