د ارپورونو له مخې د عراق پلازمینې بغداد ښار کې د امریکا پر سفارت درې توغندیز بریدونه شوي، چې یو هغه یې د سفارت په منځ کې لګېدلی دی.

رویټرز او بی بی سي راپور ورکړی چې عراق کې امریکايي چارواکو منلې چې د “کاتویشا” په نوم توغندي یې پر سفارت ویشتل شوي دي.

تر اوسه امریکايي ځواکونو او ډيپلوماتانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه جزیات ندی خپاره شوي، خو رویټرز بیا ویلي چې بریدونو کې درې کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا کوم هېواد د دغو بریدونو مسؤلیت ندی منلی، خو ایران او ایران پلوه وسلوالو ډلو ته ګوته نیول کېږي، ځکه د امریکا له لوري د ایران د سپاه پاسداران د القدس ډلې  قومندان تر وژل کېدو وروسته، د ایران او امریکا تر منځ کړکېج اوج ته رسېدل او ایران امریکا ته د خپل قومندان د غچ اخیستو ګواښونه هم کړی و، چې همداسې یې وکړل او کابو یوه میاشت مخکې یې  عراق کې د امریکا پر پوځي اډوو توغندیز بریدونه وکړل.

تر اوسه لا څرګنده نده چې دا بریدونه هم د ایران له لوري شوی او کنه، خو ایران تر اوسه غبرګون ندی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې عراق کې د امریکا پر ضد پراخ لاریون روان دی، او له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

د امریکا او ایران تر منځ تر راپورته شوي کړکج وروسته، د عراق پارلمان پرېکړه وکړه چې امریکا دې عراق پرېږدي، ځکه نه غواړي چې عراق د ایران او امریکا تر منځ د جګړې په ډګر بدل شي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ د عراق  پارلمان د پرېکړې په اړه وویل، چې امریکا په دومره آسانۍ عراق نه پرېږدي، ځکه دلته یې په میلیونو پیسې لګولي او که عراق یې لګول شوې پیسې ورکړي نو دوي به هم له عراق څخه ووځي.