افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان سکاټ مېلر وايي، دا مهال قطر کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ د سولې خبرې روانې دي، او د پرمختګ په صورت کې به خلیلزاد کابل ته راشي، او خپل معلومات به افغان حکومت سره شریک کړي.

سکاټ مېلر چې تېره اونۍ قطر ته  تللی و، نن یې له ولسمشر غني سره لیدلي ، او د خپل سفر اړوند معلومات یې ورسره شریک کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې نن ( یکشنبه سلواغې ۶ ) ولسمشر غني په ارګ کې له سکاټ مېلر او په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون سره سره کتلي او د سولې په بهیر یې خبرې کړي.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان مېلر داسې حال کې بېرته له قطر څخه افغانستان ته راستون شوی، چې طالبانو له امریکا د هغوي له نو غوښتنو سره ټکولی دی.

طالبانو ویلي چې د امریکا تازه غوښتنو د سولې بهیر پڅ کړی، او له دوي څخه د اوږدمهاله ډزبند غوښتنه کړې ده.

تېره اونۍ طالبانو چارواکو وویل چې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک ته نږدې شوي او آن د سولې د هوکړې د مراسم په اړه یې خبرې کړي دي.

افغان حکومت بیا د طالبان د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې پرته له اوربند څخه به هېڅ ډول تړون لاسلیک نشي.