د چین “وهان” ښار، چېرته چې د “کرونا” ویروس پکې تر هر بل ځای ډېر خپور شوی، او ګن شمېر خلک دغه ښار کې په یاد ویروس اخته شوي، چې یو شمېر یې وژل شوي هم دي.

 دغه ښار کې دا مهال ۵۰ افغان زدکوونکي او څلور کورنۍ ژوند کوي چې له روان حالت څخه اندېښمن دي، او د مرستې غوښتونکي دي.

وهان ښار کې یو افغان محصل وايي، چې له یوې اونې راهیسې قرنطین شوي، او او پر خپل ژوند سخت وېرېدلي دي، دی وايي، چې دا مهال دغه ښار کې ۵۰ افغان محصلین او څلور کورنۍ چې څلور – څلور غړي لري میشت دي او له سخت حالت سره مخ دي.

د چین وهان ښار کې دغه افغان میشتی محصل وايي، هڅه یې  کړي تر څو چین کې د افغانستان له سفارت سره په اړیکه کې شي، خو سفارت یې ټیلفون ته ځواب ندی ورکړی.

د چین وهان ښار کې میشت افغانان د افغانستان له سفارت څخه غواړي چې دوي له یادې سیمې بلې خوندي سیمې ته ولېږدوي،ځکه په وینا یې وهان ښار د کرونا ویروس پر اصلي ځای بدل شوی دی.

دوي وايي، وهان ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی، او دوي هم پر خپل ژوند وېرېدلي دي، دوي همداراز زیاتوي چې خوراکي توکي ډېر په سختي لاس ته ورځي، او ژر تر ژر د خپل د اوسېدو ځای د بدلون غوښتنه کوي.

بل خوا د هېواد د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د یاد ویروس د مخنیوي په پار هڅې پیل کړي، اود حامد کرزي هوايي ډګر کې له چین هېواد څخه راستانه شوي مسافر معاینه کوي، ار څو په یاد ویروس اخته نه وي.