د بي بي سي پښتو د راپور له مخې د بلخ ولایت په بوکې کلي کې تیره شپه په یو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي.

راپور کې همداراز راغلي چې ځايي خلکو د وژل شویو کسانو جنازې د ولایت شورا مخ ته د احتجاج په ډول وړي دي.

د راپور له مخې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکون له لوري د طالبانو پر وړاندې عملیات روان دي، خو دا مهال هلته طالبان شتون نلري، او کابو هر شپه توپونه د ملکي خلکو پر سیمو لګېږي.

تر دې وړاندې د هېواد ملي دفاع وزارت بلخ ولایت کې د طالبانو پر ضد د یو لړ عملیاتو د پیل خبر ورکړی و، او ویلي چې یو شمېر سیمې به د عملیاتو پر مهال د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن ( یکشنبه سلواغې ۶ ) د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی.