د خوست ولایت د چارواکو په وینا تیره شپه ( شنبه سلواغې ۵ ) علي شیر ولسوالۍ کې ناپېژنده کسانو د واده د مراسمو نمانځغونده کې لاسي بمونه غورځولي، چې لږ تر لږ ۲۰ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د والي ویاند طالب منګل ویلي، چې ناپېژنده وسلوالو تیره شپه د واده د مراسمو نمانځغوندې کې لاسۍ بمونه غورځولي، چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ ۲۰ کسان پکې ټپیان شوي دي.

ښاغلي منګل د پېښې په اړه نور جزیات ندی ورکړی، چې د پېښې لامل شخصي دښمني و، او که دا کار د کومې وسلوالې ډلې له لوري ترسره  شوی دی.