تر هغه وروسته چې چین هېواد کې د “کرونا” په نوم وژونکی ویروس خپور شو، او دغه هېواد کې یې د یو شمېر کسانو ژوند واخیست، نو دې اصل ته په کتو چې چین د افغانستان ګاوندی هېواد دی، او ډېر افغانان او پانګوال هلته تګ راتګ کوي، نو دا شونتیا  شته چې یاد ویروس افغانستان کې هم خپور شي، چې له همدې امله د هېواد د عامې روغتیتا وزارت له چین څخه راستانه مسافر معاینه کوي، تر څو په کرونا ویروس اخته نه وي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، چې د دغه ویروس د مخنیوي په پار یې یو شمېر ګامونه پوره کړي، او وايي، چې د حامد کرزي هوايي ډګر کې هغه مسافر چې  له چین هېواد څخه کابل ته راستانه کیږي نو روغتیايي معاینه پرې کیږي تر څو له یاد ویروس څخه افغانستان ژغورل شوی وي.

دوي وايي، چې افغانستان او چین خپلمنځي نږدې اړيکې لري، او دا احتمال شته چې یو شمېر مسافر پر یاد ویروس اخته شوي وي.

کرونا ویروس چې لومړی ځل چین کې خپور شوی او تر دې مهاله یې  د  یو شمېر کسانو ژوند هم اخیستي ویل کیږي چې یو شمېر اروپایي هېوادونو لکه فرانسه کې هم خپور شوی دی.

چین کې د افغان پانګوال تر څنګ یو شمېر ډېر افغانان پر زدکړو هم بوخت دي، او دغه راز تګ راتګ ډېر دی، نو ځکه د عامې روغتیا وزارت د مخنیوي په پار یو شمېر ګامونه پورته کړي دي.