جوانشېر حیدري افغان سینماګر، فلم جوړونکی او د افغان سینما ګرانو د ټولنې مشر  تیره ورځ ( دوشنبه مرغومې ۳۰ ) د زړه حملې له امله ومړ.

جوانشېر حیدري په ۱۳۵۰ کال کې پر خيل هنري سفر پیل وکړ، او دغو کلونو کې یې ډېر هنري آثار جوړ او ټولنې ته یې وړاندې کړل.

نوموړي له ملي راډیو ټلویزیون څخه خپل کار پیل کړ، او وروستیو کې یې بیا د  افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشري پر غاړه درلوده.

ښاغلي حیدري د جیولوژي برخه کې زدکړې کړې وې، چې د محصلې دور کې  د کابل پوهنتون فرهنګي چارو کې یو له فعالو زدکوونکو څخه پاتې شوی دی.

جوانشېر حیدري د افغان فلم د رئیس په توګه هم پاتې شوی ، چې تېره ورځ د ۶۸ کلونو په  عمر د زړه حملې له امله ومړ.

۱۳۹۸ کال د افغان سینماګرانو لپاره د مړینې کال دی، چې تر دې مهاله یو شمېر ډېر افغان فلمي لوبغاړي د روان کال په اوږدو کې مړه شوي دي.