Tuesday Jul 17, 2018

ډاکټر عبدالله د هلمند د جګړې په لومړیو کرښو کي له سرتیرو لیدنه وکړه

نوشته شده توسط khaama - Wed Feb 01 2017, 4:11 am

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تیره شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په لمنو کي د جګړې د لومړیو کرښو له سرتیرو سره ولیدل او له نژدې یې د امنیتي وضعیت جاج واخست.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دفتر په یو بیان کې لیکلي چي، ډاکټر عبدالله لومړی د کوچني کارېز سیمي ته ولاړی او هلته یې د منتظره قطعې له سرتیرو او منسوبینو سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي چي، اجرائیه رئیس وروسته له لښکرګاه ښار دباندي د لښکربازار سیمي ته ولاړی او هلته یې د جګړې د لومړۍ کرښي له سرتیرو سره ولیدل.

نوموړي ته په کوچني کارېز او لښکربازار سیمو کي زړه ورو سرتیرو او امنیتي مسؤلینو د جګړې او د مخالفینو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.‌

هغوی وویل،‌ چي د خاوري او خلکو دښمنان د ملکي خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه پورته کوي او له هماغه ځایونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.‌

یادو سرتیرو او مسؤلینو وویل،‌ چي په وروستیو اوونیو کي یې په دغو ساحو کي پرمختګونه کړي او امنیتي کړۍ په زیاته پیمانه پراخه سوې ده.

ډاکټر عبدالله د جګړې په لومړیو کرښو کي د سرتیرو زړه ورتیا او قربانۍ وستایلې او دوی یې د خاوري او خلکو اصلي ساتونکي او اتلان وبلل.

هغه زیاته کړه چي،‌ ستاسي د شپې او ورځي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي دي،‌ چي خلکو ته د هوسا ژوند کولو زمینه مساعدوي او خاوره له دښمنانو ساتي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د حکومت رهبري د سرتیرو د فعالیتونو او قربانیو قدرداني کوي او ژمنتیا لري،‌ چي د ستونزو د حل لپاره به یې اساسي ګامونه پورته کوي.‌

اجرائیه رئیس یادو سرتیرو وویل،‌ چي د افغانستان خلک ستاسي قربانیو او سرښندونو ته لوړ ارزښت ورکوي او هیڅ کله به په سختو ورځو کي خپل ساتونکي او اتلان هېر نکړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. ډیر ښه
    مننه ډاکټرصاحب
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید