د افغانستان په سویل هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۱۹ تنه د طالب وسله وال وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په بیان کې لیکلي چي، د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۲۴ نور ټپيان دي .

خبرپاڼه زیاتوي چي” تېره ورځ سهار مهال وسله والو مخالفينو د ملي اردو د دوهمې لېوا پر يو شمېر امنيتي پوستو د ډله ييزو بريدونو هڅه وکړه، خو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري ورسره کلکه نښته وشوه چې له مخې يې مخالفين پر شا وتمبول شول .”

د خبرپاڼې په وینا، تېره شپه د ملي اردو تازه دمه کمانډو ځواکونه هم سنګين ولسوالۍ ته د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه رسېدلي.

مطبوعاتي دفتر په دغه پیښو کي د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.