د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، د مزار شریف نهمه ناحیه کې پرلپسې دوه د ماین چاودنې شوې، چې دو کسان پکې وژل شوي او د یو پولیس په کډون نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د دوو ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځنه شوې ده چې د سړک پر غاړې خښ شوي وو.

امنیتي چارواکي د پېښه په اړه نور جزیات ندي ورکوي، خو ویل کیږي چې چاودنې د بلخ ولایت ولسوال کور ته نږدې شوې دي، چې دوه کسان پکې وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چار ندی منلی.

بلخ هغه ولایت چې له څه مودې راهیسې یو څه نا امن شوی، او روان کال کې د څو بریدونو او چاودنو شاهد و، د بلخ اوسېدونکي هم اندېښه لري او له امنیتي بنسټونو غواړي تر څو د بلخ ولایت د امنیت په ټینګښت کې ګرندي ګامونه پورته کړي.

سږکال د بلخ ولایت یو شمېر سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وشول، چې یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه په دغه لړ کې ووژل شول او ټپیان شول.

سربېره پر دې د ماین چاودنو هم بلخ ولایت کې زور اخیستی او څو ځلې دغه ولایت کې د ماین چاودنې شوې دي.