ناکامورا؛ هغه کس چې کلونه کلونه یې د افغانستان ننګرهاریانو ته چوپړ وکړ، هغه کس چې د سلګونو افغانانو پر ټپونو یې مرحم کېښود، هغه کس چې د ننګرهار شاړې ځمکې یې غړوبې کړې او خلکو ته یې د کار برابرولو ترڅنګ وچې ځمکې د کانالونو په رغولو سره شنې او زرغونې کړې.

ننګرهار ولایت کې د جاپاني خیریه موسسې مشر  ډاکټر تتسو ناکامورا د تېرې چهارشنبي په ورځ د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د نامالومو وسلوالو لخوا په ډزو ټپي او له  هغه وروسته یې ساه ورکړه.

ناکامورا له خپل پنځو نورو ملګرو سره ننګرهار ولایت کې په داسې حال کې ووژل شو، چې تر مړینې مخکې خلکو نه پېژندا، په داسې حال کې چې ناکامورا د افغانستان په ننګرهار ولایت کې تر یوې نیمي پېړۍ زیات خدمات وړاندې کړي دي.

ناکامورا په اصل کې ډاکټر وو، چې په دغه برخې کې یې د سلګونو ننګرهاریانو د ناروغیو درملنې کړي دي، ناکامورا ننګرهار ولایت کې بې سارې او پراخ رغنیز کارونه هم ترسره کړي دي، له کوڼړ سیند څخه هغو وچو ځمکو ته اوبه راوستل چې هلته به الوتکه هم جل وهله، خو د ناکامورا هلو ځلو د ننګرهار دښتې او شاړې ځمکې د کانالونو په جوړولو سره شنې او زرغونې کړې.

تتسو ناکامورا چې د هغه د هلو ځلو په پار افغان حکومت ورته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی وو، نن ( شنبه لیندۍ ۱۶ ) په یو لړ مراسمو کې په داسې حالت کې خپل ټاټوبي جاپان ته ولیږدول شو چې تابوت یې د افغانستان په بېرغ پوښل شوی وو.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني جاپان ته د ناکامورا د لیږد په مراسمو کې ووپل:

“ډاکټر ناکامورا هغه ستر شخصیت وو چې  خپل ټول ژوند یې د افغانستان د ولس د ښېګڼې او د محرومو اقشارو د قوي کولو او د دغه وطن د آبادولو لپاره وقف کړی وو”

ناکارمورا چې ننګرهار کې په کاکا مورا مشهور وو، وژل کېدو یې افغانان سخت خواشیني کړي او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار یاد کړی دی، پر خواله رسنیو د ناکامورا وژل کېدل د خلکو لخوا په ککله غندل شوی او د کابل په ګدون یو شمېر ولایتونو کې د هغه د مړینې له کبله او هغه د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.

په همدې حال کې خوست ولایت کې یوه څلور لاره د ناکامورا په نوم ونومول شوه.