افغانستان کې د یوې خیریه جاپاني موسسې د مشر وژل کېدو افغانان ډیر خواشیني کړي دي.

 ناکامورا؛ هغه کس چې له ۲۰۰۳ کال را په دیخوا یې د افغانستان وګړو ته په بېلا بېلو برخو کې چوپړ کړی دی، ناکامورا تېره اونې ننګرهار ولایت کې د نامالومو وسلوالو لخوا په ډزو لومړی ټپي او وروسته یې ساه ورکړه، چې د نوموړي مرینه د افغانانو له کلک غبرګون او خواشینې سره مخ شو.

ناکامورا چې ننګرهار ولایت کې په کاکامورا مشهور وو، له کلونو کلونو راهیسې ننګرهار ولایت کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د رغونې په چاورو کې خورا ستر کارونه ترسره کړي دي، چې د همدغو هلو ځلو پار افغان حکومت ورته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی وو.

د ناکامورا وژل کېدو افغانان ډیر غمجن کړي او د هغه د مړیني له کبله یې او هغه ته د درناوي په پار فغانانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې  شمعې بلې کړې او خوست ولایت کې یې یوه څلورلارې په رسمي توګه د هغه په نوم ونوموله.

خوست ولایت کې د زړې سبزۍ منډيي څلور لارې د ډاکټر تتسو ناکامورا په نوم ونومول شوه.