امریکا د عراق پر درې ایران پلوو مشرانو مالي بندیزونه لګولي دي، او دوي یې د بشري ضد پر کړنو تورن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د عراق لاریونونو کې دغه درې کسان شامل دي چې بشري ضد کړنې یې ترسره کړي دي، امریکا د عراق دغه درې مشهور مشران د ایران ملیشو سره تړلي بللي او بندیزونه یې پر لګولي دي.

عراق کې له دوه میاشتو راهیسې د بېکارۍ، فساد او خلکو ته د چوپړ نه وړاندې کولو پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شوي چې تر څلور سوه زیات لاریونکوونکي پکې وژل شوي دي. عراق کې د خلکو پراخ لاریون د دغه حکومت لومړی وزیر اړ کړ چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، عادل عبدالمهدي د عراق پخواني لومړي وزیر د خلکو د لاریونونو په ترڅ کې استعفا ورکړه خو لاهم لاریونکوونکي د عراق حکومت د نورو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.