د راپورونو له مخې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد قطر کې دی، او له  طالبانو سره یو ځل بیا د سولې خبرې پیلوي.

د راپورونو پر اساس زلمی خلیلزاد نن ( شنبه لیندۍ ۱۶ ) قطر کې له طالبانو سره د سولې پر هوکړې بیا خبرې پیلوي، ښاغلی خلیلزاد قطر ته له خپل تګ مخکې تېره اونۍ کابل ته راغی او  د افغان حکومت له مشرانو او د هېواد یو شمېر سیاسي څېرو سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

د ولسمشر غني له لوري خلیلزاد ته ټینکار وشو چې د سولې خبرو کې اوربند او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پټنځایونو د له منځه وړلو موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي.

له ولسمشر غني سربېره اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ټولو هغو سیاسي کسانو چې له خلیلزاد سره د سولې اړوند خبرې وکړې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتوونکي شول.

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاو خبرو کابو یو کال ونیوه، او دواړه لوري یوې هوکړې ته رسیدلي وو، چې یوازې د هوکړې لاسلیک پاتې وو، خو دغه خبرې   د امریکا د ولسمشر تړمپ لخوا وروسته تر هغه لغوه اعلان شوې چې کابل کې د طالبانو یو موټر بم برید کې یو امریکايی ووژل، تړمپ وویل چې طالبان له تاوتریخوالي لاس نه اخلي او سولې ته لېوال ندي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ  د سولې خبرې  تېرې سپټمبر میاشتې کې ودرول شوې، چې تر اوسیه کابو څلور میاشې تیریږي، هغه څلور میاشتې چې د افغانستان وګړي د څو سیاسي پېښو شاهدان وو، لومړۍ ټاکنې چې ډیرو فکر کاوه دغه ټاکنې د سولې د خبرو تر سیوري لاندې دي او ګواکي ترسره نشي، خو ټاکنې ترسره شوې او د خلکو ګډون پکې پيکه وو، تر هغه ورسته د طالبانو د درې مهم غړیو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید خوشې کېدل، چې افغان حکومت یې سولې ته د رسېدو ښه نیت یادوي. افغان حکومت د دوو بهرني ښوونکو چې د طالبانو لخوا په ۲۰۱۶ کال کې برمته شوي وو په بدل کې د طالبانو او حقاني ډلې درې مهم کسان له بندخونې آزاد کړل، او دا يې د افغان حکومت د سولې برخه کې د ښه نیت ښکارندويي یاده کړ.