د امریکا په فلوريډا ښار کې د امریکايي ځواکونو په یوه اډه کې یو عرب محصل درې پوځي کسان په ډزو وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې بریدګر فلوريډا کې د سعودي عرب د هوايي ځواکونو زدکړیال وو، چې همدغه اډه کې پر زدکړو بوخت وو، او په ناڅاپي توګه يې اډه کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړي او درې کسان یې وژلي دي.

بریدګړ هم په ډزو کې وژل شوي دی، او امریکايي چاوراکو ويلي دغه جرم د سعودي د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه هېواد به د امریکا له امنیتي ځواکونو سره د پېښې د څرنګوالي برخه کې مرسته وکړي.

درې ورځې مخکې هم د امریکا په سمندري ځواکونو هم ورته برید ترسره شو چې پکې دوه سمندریز ځواکونه په ډزو ووژل شول.