د ملي امنیت پخوانی رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل نن ( پنجشنبه لیندۍ ۱۴ ) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې افغان سوله عملا له بن بست سره مخ ده.

نوموړي وویل چې افغان حکومت د سولې خبرو  کې ناکام دی او دوی حتی د سولې خبرو ته یو نوملړ هم نشي چمتو کولای، د ده په وینا د سولې لپاره باید د افغان حکومت مشران قرباني ورکړي.

ښاغلي نبیل د مصالحې حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ چې یو بې پرې کس  د مصالحې حکومت په راس کې وټاکل شي او روانې ټاکنې دې لغوه اعلان شي، هغه له طالبانو هم د اوربند غوښتنه وکړه،  او طالبانو ته یې  ګوتڅنډنه وکړه چې د زور او جګړې له لارې کابل ته نشي راتلی ځکه په وینا یې افغانان او نړیواله ټولنه به اجازه ورنکړي.

نبیل خپلو خبرو کې وویل، هغه سوله چې د پاکستان لخوا وي هغه سوله نه بلکې د زهرو غوړپ دی.

ښاغلي نبیل په داسې حال کې د افغان سولې په برخه کې پر پاکستان شک ښودلی چې د ولسمشر غني لخوا په اووه ماده ییزه طرحه کې هم له امریکا غوښتل شوي چې له پاکستان څخه تضمین واخیستل شي چې نور به پاکستان له ترهګرو ډلو ملاتړ نکوي او پاکستان کې به یې پټنځایونه له منځه وړي.

ښاغلي نبیل یو ځل بیا ټاکنې کو د پراخ تقلب خبره وکړه او یادونه یې وکړه چې د دوي غوښتنه یوازې دا ده چې پاکې رایې له ناپاکو هغو جلا شي.