کندز ولایت کې د طالبانو او افغان امنتي ځواکونو تر منځ نښته کې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوله اوښتې ده.

تېره شپه ( سه شنبه لړم ۲۸ ) د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نښتې په اړه د افغانستان ملي دفاع وزرات او طالبان دو جلا او نه پرتله کوونکي معلومات وړاندې کړي دي، چې دواړو لوریو یو بل ته د مرګ ژوبلې په اړه ادعا کوي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې نښته کې لس طالب جنګیالي وژل شوي، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې نښته کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

طالبان بیا اداعا کوي چې نښته کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او نهه نور ټپیان دي.