زدکوونکو باندې جنسي تیری

د راپورونو له مخې تخار ولایت کې یو طالب چارواکي د جنسي پیاوړتیا له دارو ( تابلیت) څخه په ګتې اخیستنې پر ۲۱ زدکوونکو جنسي تیری کړی دی.

د سلام وطندار د راپور له مخې د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ کې د سید عبدالکریم په نوم د طالبانو یو سیمیز قومندان هغه وخت د ابراهیم خلیل الله په نوم  دې یوې مدرسې پر زدکوونکو جنسي تیری کړی دی، چې د شپې ناوخته له میلمستون څخه راستون شوی وو.

 ۱۴ کلن شمس الله یو له هغه زدکوونکو څخه دی، چې پرې جنسي تیری شوی دي، د شمس الله یو خپلوان وايي، دغه قومندان د وسلې په زور او له هغه ورسته پر زدکوونکو جنسي تیری کړی دی چې د جنسي پیاوړتیا دارو یې خوړلي وو.

ويل کیږي چې سید عبدالکریم تخار ولایت کې د طالبانو د پوهنې وزارت رئیس دی، او کله چې د سیمې خلک له پېښې خبر شول نو د طالبانو والي عبدالکریم نیولی دی.

د اشکمش سیمیزو سرچینو په وینا د سیمې اوسیدونکو غوښتل د طالبانو پروړاندې ودریږي، خو د اشکمش ولسوالۍ ته د طالبانو  ولسوال له خلکو د درې ورځو لپاره محلت وغوښت تر څو د سید عبدالکریم پر دغه ناوړه عمل حکم صادر کړي، وویل کیږي چې دسیمې خلک د عبدالکریم سنګسار کول غواړی.

خو طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد زدکوونکو باندې د طالبانو د پوهنې رئیس لخوا جنسي تیری رد کړی دی، او ویلي چې حکومت تخار ولایت کې د طالبانو پر وړاندې ماته خوړلې، ځکه اوس داسې غواړي خپله ماته پټه کړي .