پر طالبانو د افغان پوځ د بریدونو دوام

امنیتي سرچینې وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکنو د عملیاتو په دوام کې ۱۸ طالب وسلوال وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي، د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځانګړې قطعې په عملیاتو کې څلور طالب وسلوال وژل شوي دي، خو طالبان بیا دغه څلور وژل شوي کسان ملکي وګړي یادويي، او وايي، چې امریکايي پوځیانو او افغان ځواکونو د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او څلور ملکی کسان یې وژلي دي.

افغان ځانګړې قطعې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي دي او د وسلو یوه وړه زیرمه یې هم ورته له منځه وړې ده.

همداسې د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هم افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړي چې پکې څلور طالبان نیول شوي دي.

د افغان امنیتي ځواکونو دغه عملیات د بغلان په دهن غوري ولسوالۍ کې هم ترسره شوي، چې څلور طالبانو ته د سر زیان اوښتی.

د دایکندي ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې څلور طالب وسلوال وژل شوي دي. او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې یو طالب وژل شوی دی.