ټلویزیوني طنز باندې د وکیلانو نیوکه

د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د (تلې ۲۷ )  ولسي جرګې ناسته کې یو شمېر وکیلانو د یو خصوصي ټلویزون په هغې طنزي خپرونې نیوکې کړي، کوم خپل طنزو کې  پارلمان ته “چورلمان” وايي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د دغې کلمې پر وړاندې غبرګون وښود، او دا یې د ولسي جرګې غړیو باندې ملنډې وهل یاد کړه.

افغنستان کې د رسنیو ملاتړ ادارې (نی) یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسي جرګې په ناسته کې یو وکیل داسې وویل:

” تاسو ولید چې د طلوع ټلویزیون، شبکې خنده خپرونه کې وکیلانو ته سپکاوی شوی دی، او تاسو ولید چې دغه خپرونه  کې پارلمان ته چورلمان وايي”

د (نی) په خبرپانه کې راغلي، هغه څه چې د طلوع ټلویزیون په شبکې خنده خپرونه کې خپاره شوي، یوازې طنزي فکر دی او د قانون له پلوه هېڅ ستونزه نلري.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د هېواد د ولسي جرګې او یو شمېر غړیو لخوا ډا ډول څرګندونې کولای شي د بیان آزادۍ مخه ونیسي او دا کیدای شي له قانون څخه سرغړونه هم وګڼل شي.

 نی ادارې د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې په راتلونکې کې د رسنې لخوا د یو بنسټ کړنو ته د سپکاوي او طنز تر منځ توپیر وکړای شي.

نی ادارې د ولسي جرګې پر اداري هیات هم نیوکه وکړه چې دوی د یو وکیل ناقانونه څرګندونو پر وړاندي چوپتیا غوره کړې ده.

 موږ د افغانستان د ولسي جرګې له اداري هیات څخه په دې هکله سپیناوی غواړو، چې ولې د پارلمان غړي د رسنیو پر وړاندې د قانون خلاف خبرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رسنیز قانون له مخې طنز جوړول منلی شوی دی، او د افغاسنتان رسنۍ هم د همدغه قانون پر اساس مخکې ځي.