ولسمر غني او مارک اسبر کابل کې لیدنه کړې

تیره ورځ یکشنبه د ( تلې ۲۸ ) د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې د سولې، ترهګړۍ سره د مبارزې او د سیمې او نړۍ پر وضعیت یې خبرې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان سیمې اونړۍ، پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکارې خبرې شوي دي.

لیدنه کې د امریکا د دفاع وزارت وزیر د ننګرهار ورستۍ پېښې په تړاو د امریکا د حکومت او خلکو په استازیتوب ولسمشر غني ته خپله خواخوږي او همدردي وړاندې کړه.

همدا راز مارک اسپر د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو په بریا توګه ترسره کول هم ستایلي او د ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هلې ځلې د قدر وړ ګڼلي.

ولسشمر غني هم مارک اسپر سره په خبرو کې، افغانستان کې  دې اداري فساد پروړاندې مبارزه او په ځانګړي ډول د هېواد په امنیتي او دفاعي ارګانو کې  فساد سره د مبارزې په برخه کې  د افغان حکومت کړنې او د راتلونکو اقداماتو په اړه ړڼا اچولې ده. ولسمشر غني او د امریکا د دفاع وزیر تیره ورځ کتنه کې د افغان سولې په تړوا په داسې حال کې  خبرې کړي دي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیل ګنګسې روانې دي.