ټیفا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریکړه د منلو نده

افغانستان کې د شفافو ټاکنو بنسټ ( ټیفا ) وايي، د کمېسیون دا پرېکړه ورته د منلو نده، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې یې پر وخت اعلان نکړې.

دغه بنسټ وايي، د ټاکنو په ورځ ټیفا په ټول هېواد کې ۵۲۰۰ مسلکي او بې پرې کارکوونکي ګمارلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کارونو څخه یې  په مسلکي ډول څارنه کوله.

تیره ورځ شنبه د ( تلې ۲۷ ) ټاکل شوې وه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸  کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ونشو کولای د خپل مهال وېش سره سم دا کار ترسره کړي.

ټاکنو خپلواک کمېسیون، تخنیکي ستونزې او د ټاکنو رونتیا د پایلو ځنډ یادوي، خو اوس ټیفا وايي، چې د ملي څارونکي بنسټ په توګه دغه ځنډ ورته د منلو وړ ندی، او د ټاکنو لومړنیو پایلو کې ځنډ دوي له اندېښنې او  شک سره مخ کړي دي.

دغه بنست وايي، هغه څه چې دوی موندلي دا دي چې سیاسي فشارونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ضعیف مدیرت د دې لامل شو چې ټاکنو خپلواک کمېسون ونشي کولای د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان کړي.

ټیفا همدرا راز وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ۹ میلیون ډیر رای ورکوونکو ته چمتووالی نیولی وو، خو د ټیفا د موندنو له مخې تر دوه میلیونو کم خلکو رایه ورکړې ده.  ټیفا ټاکنو کې ځنډ، پر شفافیت  شک، د ټاکنو پر وړاندې د خلکو بې اعتمادي پیدا کیدل، د ټاکنو نهايي پایلو ته زیان رسول او نوماندانو ته د ټاکنو د پایلو د نه منلو زمینه برابرول ګني.