د بدخشان ځایي چارواکي وایي، د بدخشان پخوانی ښار وال او د ولسي پاڅون والو قومندان جنرال نذیر احمد پرون ماښام هغه مهال چې غوښتل یې د فټبال له لوبغالي خپل کورته ولاړ شي، د بدخشان مرکز فیض آباد په نوي ښار سیمه کې یې پر موتر د ماین چاودنه شوې چې په پایله کې  دی خپله او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د یادونې وړ دی چې جنرال نذیر احمد دوه میاشتې مخکې د بدخشان د ښار وال په توګه دنده پرمخ بیوله.