ملي دفاع وزارت وایي، پرون یکشنبه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوو هوایي حملو او د دې ولایت مرکز پلخمري ښار په څنډو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان شوي او ۸ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي حملو په ترڅ کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت د پلخمر ښار په څنډو کې چاڼیز عملیات کړي چې په پایله کې یې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي ۱۳ ټپیان شوي او ۸ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي امنیتي ځواکونه په پلخمري ښار کې په پراخه پیمانه پراته دي له دې ښار څخه د دفاع او د سیمي د خلکو د ځان او مال ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.

په خبر پاڼه کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.