
د راپورونو پر بنسټ دامنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکني عملیاتو په لړ کې دفاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي په خپلو خبرو کې خامه پرس ته وویل چې د امنیتي ځانګړو ځواکونو سره په نیښتو اود وسلوالو په دوو مهمو قرارګاوو د هوایي بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
رضايي زیاته کړه چې په یادو هوایي بریدونو کې دښمن ته د ډېرو تلفاتو تر څنګ د هغوی دوه مهم پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
دښاغلي رضايي په وینا د یادو نښتو په لړ کې د طالبانو د تروریستي ډلې ګن شمیر مختلف النوع وسلې، نظامي تجهزات او وسایط له منځه تللي دي.
او ده په ټنګار سره وویل چې په یادو بریدونو او عملیاتو کې امنیتي قواوو او ملکي و ګړوته هېڅ زیان نه دی اوښتی.