امنیتي چارواکي وایي، بېګاه شپه د ملي پولیسو د ۳۳۳ قطعې ځانګړو ځواکونو، کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت د ۹۰۵ قطعې ځواکونو په کندز ولایت کې ګډ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې کندز ښار د ۵۶ ترهګرو طالبانو په هلاکېدو سره په بشپړه توګه تصفیه کړی دی.

خامه پریس خبري اژانس ته د را رسیدلي خبر پاڼې له قوله د افغان امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د کندز ښار په زاخېل کلي، علي خېل، کاساني، خاکني او قهوه خانه سیمو کې هوايي عملیات هم ترسره شوي؛ چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او دا سیمې یې په بشپړه توګه تصفیه کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي: “متأسفانه په دې عملیاتو کې د پروني ځانمرګي برید په شمول ۲۰ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان شهیدان شوي او د یو شمېر امنیتي ځواکونو په شمول ۸۵ ملکیان ټپیان دي”.

خبر پاڼه لیکي، افغان امنیتي ځواکونو په پوره مېړانه او غوڅ دریځ له خپلو هېوادوالو دفاع کړې او دښمن ته یې د پَل ځای نه دی پرې ایښی.