په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي د فتر ویاند سهیل شاهین وایي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې په بري سره پای ته رسیدلې دي.

 ښاغلي شاهین پرخپل ټوېټر لیکلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې د شپې ناوخته په بري سره پای ته ورسېدې او په دې توافق وشو چې نن  یکشنبه دوه بجې به له امریکایي ټیم سره ځينې تخنیکي خبرې هم بشپړې شي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي ښایي نن کابل ته سفر وکړي تر څو له حکو متي چارواکو سره د هوکړه لیک اړوند مضوعات شریک او ورسره صلا مشورې وکړي.