
افغان نظامي چارواکي وایي، د کندز په بیلا بیلو برخو کې د هوایي بریدونو پر مهال یې ۱۶ وسله وال طالبان وژلي دي.
دا په داسي حال کې دی چې طالبانو د جمعې شپې ناوخته راهیسې، له څو لورو پر کندوز ښار بریدونه پیل کړل خو اوس د ملي دفاع وزارت، له لوري د ور کړل شوو راپورونو پر اساس جګړه دریدلې او په ښار او ښار ته څېرمه سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د یادونې وړ دی چې تېر ماښام مهال کندز کې یوه ځانمرګي برید ګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکیو ته چاودنه ورکړې او دکندز د امنیې قومندان په ګډون یې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
وسله وال طالبانو ویلي چې دوی د کندز ښار د نیول هدف نه لاره یوازي یې غوښتل چې د دې ښار کمربندي پوستې ونیسي.