د غزني ځایي چارواکي وایي، د غزني ولایت په قرباع ولسوالۍ کې یي د وسله والو طالبانو مهم قومندان او د قضایي برخې غړی ملا عبدالحی مدثر وژلی دی .

د  غزني ولایت د رسنیو د فتر د خبر له مخې:” په قره باغ ولسوالۍ کې مهم او مشهور طالب قومندان عبدالحى مدثر چې د ګڼ شمير تروريستي بريدونو د رهبرۍ ترڅنګ يې ويل کيږي چې د طالبانو د تش په نامه قضايې برخي مهم غړى وو، څو ورځي مخکي په قره باغ ولسوالۍ کې تر ټپي کيدو وروسته پرون شپه د پيښور ښار په نشتر آباد روغتون کې مړ شوى دى”.