طالبانو د جمعې شپې ناوخته راهیسې، له څو لورو پر کندوز ښار بریدونه پیل کړي ځایي چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو دغه بریدونو یې پر شاه تمبولي دي.

ملي دفاع وزارت  د خبر پاڼې له قوله، هوايي ځواکونو د پل شینواري، قهوه خانې او د کندوز ښار په ځینو نورو برخو هوایي بریدونه کړي او تر اوسه ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي دي.

په ورته مها‎ل طالبانو په ټولنیزو شبکو کې، د دغه برید انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې دي.

په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې طالب جنګیالي د کندوز ښار په ځینو برخوکې لکه مرکزي روغتون او په یوې دولتي پوځي اډه کې حضور لري.

ځينې نور انځورونه هم خپاره شوي دي چې د کندوز ځينې اوسېدونکي د دغه ښار د پرېښودو په حال کې دي.

د رپوټونو له مخې کندوز کې د خوراکي توکو بیه څو برابره شوې ده او په دغه ښار کې مخابراتي شبکې له فعالیته غورځیدلې  او پرېښنا پرې شوې ده.

کندز په درې وروستیو کلونو کې دوه ځله د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی، خلک اندېښنه لري که ددې ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونه شي، ښایي د درېیم ځل لپاره د طالبانو لاس ته ولوېږي.