
کورنیو چارو وزارت د موخې کس او کابل ښار کې خطرناکه مجرم له پولیسو سره په مخامخ نښته کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، پهلوان جمشید د کابل په بیلا بیلو حوزو کې په وسله والو غلاو، وژنو، چور او تالان متهم و.
په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبک پاڼه ویلي:” نن د کابل د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو او د پهلوان جمشید ډلې ترمنځ نښته وشوه چې په دې پیښه کې خطرناکه مجرم پهلوان جمشید ټپي شو، وروسته د پولیسو له لوري روغتون ته وړل شوی او دغلته یې په روغتون کې ساه ور کړه”.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې په دغې نښته کې د پهلوان جمشید د ګروپ دوه تنه نورغړي هم نیول شوي دي.