کابل کې د برتانیې سفارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ په موخه د ۸ میلیونه پونډه مرستې ژمنه کړې ده.

هغه خبرپاڼه چې کابل کې د بریتانیې سفارت له لوري خپره شوې پکې ویل شوي چې د برتانیې د نړیوالي پراختیا اداره د ملګرو ملتونو د ټاکنو له برنامې سره، چې د افغانستان د ټاکنو له خپلواکو بنسټونو سره د تخنیکي ملاتړ لپاره د زمینه سازۍ مسولیت لري، ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي.

افغانستان کې د برتانیې سفیر الیسون بلیک په دې اړه ویلي،:” زه خوښ یم چې برتانیې د دې مرستې په کولو سره د ټاکنو له ولسواکه پروسې څخه ملاتړ کوي. برتیانیا په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو څخه کلک ملاتړ کوي تر څو خلک وکولای شي د خپلې راتلونکې په ټاکلو کې ونډه واخلي”.

ده زیاته کړې چې بریتانیا په افغانستان د رڼو او با اعتباره ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي.

 دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې اروپایي ټولنې هم د افغانستان د ټاکنو له ترسره کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

داسي ګنګوسې هم شته چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې د کېدو په صورت کې به د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې وځندیږې.