د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایي غزني کې یې د بیلا بیلو هوایي حملو او له وسله والو طالبانو سره د مخامخ نښتو پرمهال ۹ وسله وال وژلي ۷ تنه یې ژوبل کړي دي.

خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې له قوله،:” د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د خونیانو په سیمه کې د نښتې په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او (۵) تنه ژوبل کړیدي”.

دغه راز امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د مانګ په سیمه کې د وسله والو ترهګرو سره نښته کړی، په پایله کې دوه تنه وسله وال ترهګر وژلي او دوه تنه ېې ژوبل کړي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي د تندر قول اردو ماین پاکونکې ټیم د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي په سیمه کې یوه کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.

یو بل خبر له مخي د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د یوې هوایي حملې په پایله کې ۳ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.