Sunday Nov 18, 2018

حاجي شېر علي هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پېښور کې یې پر یوې ډمې جنسي تېری کړی

نوشته شده توسط ذبیح الله موسی خېل - Sun Apr 03 2016, 12:32 pm

د افغانستان د ولسي جرګې غړي حاجي شېر علي هغه راپورونه بې اساسه وبلل چې ګواکې پېښور کې یې پر یوې ډمې جنسي تېری کړی دی.

حاجي شېر علي چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی دی نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ځینې کړۍ غواړي په پروپاګند کولو سره د نومړي حیثیت ته زیان ورسوي.

هغه همدارانګه په یوشمېر رسنیو نیوکه وکړه چې ده سره له خبرو کولو پرته یې د ده په اړه تبلیغاتي خبر خپور کړی دی.

نوموړي وویل، دا ډول رسنۍ باید بښنه وغواړي.

دوه ورځې وړاندې یوشمېر بهرنیو ورځپاڼو داسې راپورونه خپاره کړه چې ګواکې شېر علي د پېښور ښار په حیات اباد سیمه کې خپل کور ته د نڅا لپاره یوه ډمه بللې وه او وروسته یې بیا پرې جنسي تېری کړی وو.

راپورونو کې دا هم ویل شوي وو چې شېر علي له جرم کولو وروسته له خپل کور څخه په تېښته بریالی شوی خو پولیس یې په لټه کې دي.

د حیات اباد پولیسو وروسته وویل چې د شېر علي له کور څخه یې د نورو اسنادو ترڅنګ یو افغانی پاسپورت او پاکستانۍ د هویت پاڼه ترلاسه کړي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید