د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالی کې د طالبانو پر یوه لویه ډله هوایي برید څه باندې ۲۸ وسله وال وژلي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردوی په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د فاریاب ولسوالی په بلچراغ ولسوالی کې د طالبانو یوه لویه ډله په نښه کړې چې په پایله کې یې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان هوایي ځواکونو دغه هوایي برید د A-29 ډوله الوتکې په وسیله ترسره کړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.