د افغانستان دفاع وزارت وایي د غزني ولایت په عملیات کې د درېیو پنجابیانو او د تش په نامه د طابانو نظامي مسئول په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالی د تیرې شپې د عملیاتو په لړ کې د ملکي تلفاتو په اړه د طالبانو ادعاوې محض دروغ دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیات کې د غزني ولایت لپاره د تش په نامه د طالبانو نظامي مسئول وژل شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغه عملیات کې د درېیو پنجانبیانو په ګډون ۱۳ وسله نور وسله وال هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر درې وړاندې ادعا کړی و چې د تیرې شپې په عملیات کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.