د افغانستان دفاع وزارت وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات،۹۱ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۷ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

دغه عملیات د ارزګان، غزني، زابل، هلمند، فراه، هرات، پکتیا، لوګر، ننګرهار، فاریاب، بلخ، سرپل،  تخار او کندز په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې ۵۶ ترهګر وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ۵ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو هم د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې مرسته ترسره کړي دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.