امنیتي ځواکونو د پکتیا او ارزګان ولایتونو په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې ۷ وسله وال وژل شوي او یو موټر لمنځه تللی دی.

باوري پوځي سرچنې د شنبې په ورځ خامه پرس خبري آژانس ته وویل، چې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالی کې یو طالب وسله وال د هوایی برید له امله وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په ګردیز ولسوالی کې هم هوایي برید ترسره کړي چې له امله یې ۲ طالب وسله وال وژل شوي.

همداراز، امنیتي ځواکونو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې هوایي برید ترسره کړي چې په ترڅ کې یې یو موټر بم لمنځه تللی دی.

پوځي سرچینې زیاتوي، چې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالی کې هم ۴ طالب وسله وال په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.