کورنیو چارو وزارت ووایي چاودنه نن جمعه سهار مهال  کابل کې د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه شوې ده چې په پایله کې یې د یوه ترافیک پولیس په ګډون ۴ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه ټپیان دي.

د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه پر یوه کرولا موټء پورې  د سریښ شوي مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې ده، چې یو پولیس ترافیک او درې ولسي وګړي پکې وژل شوي.

د یادونې وړ دی چې نن کابل پوهنتون کې د قاضیانو د ستاج او طبي شورا ازموینه اخیستل کېده چې ټاکل شوې وه یوشمېر چارواکي د ازموینې پرانیستې ته ورشي.

تر دې مهال کومي وسله والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی په غاړه اخیستی