د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون پنجشنبه د چنګاښ  په ۲۷ مه کابل کې د سولې او امنیت تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په روان بهیر کې باید افغانان د مالک نقش پر مخ یو سي نه دمیلمانه.

دې کنفرانس ته د خبرو پر مهال پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې د سولې روان بهیر باید په خورا غور پر مخ بوتلل شی، ده وویل:” که په ځېر سره دغه بهیر پر مخ ولاړ نشي او په شاه وګرځو نو په دې سره ټول مسولیت د افغان چارواکو په غاړه دی، نه د نورو هېوادونو، مونږ باید له تېرو ناخوالو په ګټنې سره پرېنږدو چې پخوانۍ وضعیت بیاځلي رامنځته شي”.

دې غونډې ته دخبرو پرمهال پخواني ولسمشر  دا هم وویل:” مونږ نه غواړو چې افغانستان کې دسو لې په سبا د بیاځلي د بې ثباتۍ او ملک الطوایفۍ یوه نوې پاڼه پرانیستل شې، نه غواړو چې تر سولې وروسته په افغانسان کې یو واکمن حکومت نه وي، مونږ باید په پوره دقت سره اوس د سولې لپاره پوخ بنسټ کیږدو”.